klausnick/莫罗佐夫·尼科莱/профан (klausnick) wrote,
klausnick/莫罗佐夫·尼科莱/профан
klausnick

Финик

Финик
На языке пушту (пашто) финик  называется каджура ( كجوره).

Parajubaea torallyi پام پاراجوبي ټورالي د جنوبې امريكا يو ښكلى كلك كجوره ده. اګركه، دا نبات په ناره ډول د ماليارانو لخوا د خپل اصلي او طبيعي ځآي څخه دباندي بوليوايا هيواد كي كرل كيږي ، ددي نبات د لوي تخمونو لا مله (يعني د انتقال ډيره لوړه لري) د بلويا اصلي او طبيعي نبات ، دانبات په وچه او
د دوړو ډكو انترو انډين درو كي چي د 2700 نه تر 3400 مترو د سمندر د سطحي څخه لوړوالي لري كرل كيږي. دا كجوري د تر ټولو لوړو ارتفاعو جنس دى چي په نړۍ كي پيدا كيږې. د تودوخي درجه په نادره توگه د 20 سانتې گريد څخه لوړيږي او د شپي پرخه پدي لوړالي كي په نادره توگه نه وي. د تودوخي درجه معمولآ ټيټيږي او تر –7 سانتي مترو د ژمي د مياشتو په ترڅ (جولاي او آكسټ) كي او كلنې اورښت يوازې يو 550 ملي متر دي.
د دي مقاومت د وچكالي ، تودوخې ، سړو ، پرخې او نورو هر ډول ناوړو شرايطو او ددي وړتيا د ښي بڼي ، لامل ددي كيږې چي ووايې دا افسانوي كجوره نه يوازي ډير ستره بالقوه زينتي بڼه لري او همدا راز دا د يوي ډيرې ښې طبيعي د كجورې منظري جوړوي چي تود د حرارت درجه او په نيمه حاره سيمو كي په كومو سيمو كي چي پرخه كيداي وشې ، دا نباتات د ژمې ساتنې ته ضرورت لري يا په يو داسې سيمه كي وساتل شې چي پرخه په كي نه وي. راپور داسي ويلې دي چي په اروپا كي تر – 3 درجو د سانتې ګريد پوري پرخه شته ده. تر ټولو ټيټه درجه د تودوخي –8 درجې د سانتې گريد وه په كوم كي چي دا كجوره خپل ژوند په كرنيزه توگه تر سره كولاي شواي. دا نباتات خپلې پاڼي له لاسه وركوي ، خو ژوند ئي كولاي شواي ، اود پسرلې په موسم كي نوې پاڼې څركنديږې.
په بلويا كي دا كجوري تر ۱۴ مترو لوړي او قطر ئي ۲۵-۳۵ سانتې مترو پوري دي. كجوري چي تر ۱۰۰ كلونو او يا تر هغي زړې دي ، تر ۳۰ مترو لوړي او تنه ئي تر ۵۰ سانتې مترو زرغونيږي. يو ښائسته تاج تقريبآ ۲۰ پاڼې او ځينې نورې ئي تر ۵ مترو پوري اوږدي دي. اگركه نباتات چي د بلويا څخه بهر كرل كيږې كوچنې دي.
په طبيعي استوګنځې كي دو ه څرګنده او جلا اوسيدونكي چي عمده ډول د ميوؤ په اندازه كي توپير لري او پدي وروستيو كي په دوؤ څرگندو ډولو يا جنس سره تشريح شوي دي ، كوچنې ميوي والا پي ټورالي وار مايكروكارپا P. torallyi var. microcarpaاو لويو ميوؤ والا پي ټورالي وار ټورالي P. torallyi var. torallyi . حال دا چي ظاهري بڼه ئي كيداي شې چي يو ډول نه وي ، وار مايكرو كارپا var. microcarpa د حجم لهانده د لويو ميوؤ لرونكو ونو ته نشې رسيدلاي ، خو د چاپيريال د توافق او مقاومت له نظره هيڅ ډول كموالې په كي نه څرگنديږي. دا تخمونه د ټوكيدنې له نظره كوم ځانگړي شهرت څخه برخمن نه دي. اګرچي ټوكيدنه كيداي شي يو دڅه وخت لپاره غير منظم ترتيب ولري ، تخمونه كه د ځانكړو شرايطو سره سم وكرل شې نو په ډيره آسانې سره زرغونيږې ، د بيلگې په ډول ، دځمكې په سطحې د تخمونو په بستر كي په نيمه ډول سره تر خاورو لاندي كړل شې او لږ څه مرطوب وساتل شې. په ځانگړې خال سانته سره ، په يوه سړه تر ملايم نيمه حاره اقليم كي او لمرين ځاي كي نوي نيالګي به ډير ژر په لوړو ، ډيرو غښتلو د كجورو ونو باندي بدلې شي چي له لويو ، د پينپانګ توپ ته ورته تاجونه چي دواړو خواوؤ ته ډيري عالي پاڼي او د څرمن ډوله پاڼي لري. د دي مقاومت د وچكالي ، تودوخې ، سړو ، پرخې او نورو هر ډول ناوړو شرايطو او ددي وړتيا د ښي بڼي ، لامل ددي كيږې چي ووايې دا افسانوي كجوره نه يوازي ډير ستره بالقوه زينتي بڼه لري او همدا راز دا د يوي ډيرې ښې طبيعي د كجورې منظري جوړوي چي تود د حرارت درجه او په نيمه حاره سيمو كي په كومو سيمو كي چي پرخه كيداي وشې .
پاراجوبي ټورالي Parajubaea torallyi يو مشهور زينې نبات دى او دا معمولآ په پاركونو او څنلارو يا پليو لارو كي كرل كيږي. په اكواډو او كولمبيا كي ، پاراجوبي كوكويډيس Parajubaea cocoides معمولآ په هغو سيمو كي كرل كيږې كوم ۲۵۰۰ نه تر ۳۰۰۰ مترو لوړوالې ولري. دا يو سوكه زرغونيدونكۍ كجوره ده چي د پرخې په وړاندي كږ مقاومت لري. نو دا كټ مټ لكه د پاراجوبي ټورالې Parajubaea torallyi په شان ده چي طبيعي ۀاي ئي ندى معلوم ندي ، دا خبره منل شوې چي دا پاراجوبي ټورالې Parajubaea torallyi د زراعتي خاورو ذره بينې موجود دى.
دا كجوره ترټولو كوچنېو كجورو له جنس څخه ده Parajubaea sunkha كوم په ۱۹۹۶ كال كي تشريح شوې ده. دا يوازي تر ۸ مترو پوري لوړيږې او د انډين دره كي د واليگريند په سيمه كي ، د بولوييا په سنتا كروز ولسوالې كي چيرته چي ۱۷۰۰ تر ۲۲۰۰ متر لوړوالې لري ، پيدا كيږي. دا د تل لپاره په نا سمه توگه پيژندل شوي دا لكه پاراجوبې تورالې Parajubaea torallyi تر څوهغه وروستې د طبقه بندې پلټنه تر سره شوه او نوم ئي بيا پاراجوبې سنخا Parajubaea sunkha. كيښودل شو.
د پاراجوبي Parajubaea كجورو جنس يو ښه آساني كرنيز كجورې دي. تر ټولو ښه طريقه د كرلو ئي د تخمونو استعمالول دي. اكركه ، تاسو اړياست چي ډير زغمونكي او صبرناك واوسئ دا ځكه چي دا تخمونه ډير سوكه تيغه وهي او حتي دا په بيديا كي يو او نيم كال اخلي چي زرغون شي. څيني تخمونه د يوې مياشتې په دننه كي راټوكيږي ، مگر ځينې نور يو كال يا حتي دو كالو كي د تيغې په وهلو پيل كوي. لكه څنګه چي دا يو د نيمه استوائي كجوري جنس دي ، نو دا به ښه وي چي په ټيټه درجه د تودوخي كي وساتل شي ، كله څنگه چي كي لوړه ( نورو كجوري په خلاف ) درجه تودوخي ، كيداشي د زرغونيدو په پروسه باندي چي منفي اغيزه ولري. لوړه درجه د تودوخي د وچو دورو څرګندوي دي ، كوم چي د ټوكيدني لپاره مناسب ندى.
تخمونه بايد مخكي له كرلو څخه د ۵ نه تر ۷ ورڅو پوري تقريبآ د ۲۰ سانتي ګريد درجو په اوبو كي واچول شي. د غټو تخمونو ډولونه بايد كابو د دوو اونيو لپاره په اوبو كي وساتل شي. اوبه بايد هره ورځ بدلې شي. تخمونه بايد تيغه ووهل شي تر څو چي ښه وټوكيږي.
په اوبو كي د تخمونو لندول د تخمونو د خوب موده ختموي او باراني موسم پرانيزي ، كوم چي د زرغونيدو لپاره تر ټولو ښه موسم دى. بيده يا بي فعاليته حالت تخمونه نه پريږدي چي د وچ موسم په ترڅ كي بوليوا كي (ژمي له جون څخه تر اكټوبر پوري) تيغه ووهي.
د خيشتولو څخه وروسته ، تخمونه بايد په يو لوښى يا پلاستيكي كڅوړه كي وكرل شي. او خيال وساتئ چي د تخم نيمه برخه تر خاورو لاندي شي او دوي د تودوخي د 10درجو څخه تر 20 درجو د سانتي ګريډ پوري وساتل شي.
د نبات پر زرغونيدو باندي يوه مثبته اغيزه د تودوخي درجي د ورڅي (لوړي) او شپي (ټيټي) تر منځ توپير دى. يو څل چي تخمونه ولرل شي ، نو دوي ته بايد ډيرې اوبه ونه كول شي څكه چي ډيرې اوبه تنكې نباتات خرابوي. يو عمده توپير د پاراجوبي كرني او نورو كجورو تر منځ د تودوخې ټيټه درجه او همدارنګه لږ اوبي دې.
د كرنې څخه وروسته ، تخمونه بايد هر درې تر څلورو اونيو وكتل شي او زرغون شوي تخمونه بايد په انفرادى لوښو كي وساتل شي. ځيني د كجوري كرونكي د تخمونو په هكله دا لاندي توصيې كوي چي د شپږو مياشتو په دننه كي بايد زرغون نه شي:
د تخمونو لندول بايد بند شي او د څو مياشتو لپاره خاوره پريښودل شي چي وچه شي. تخمونه د خاورو څخه وباسئ ، او بيرته دا تخمونه تقريبآ د يوې اونۍ لپاره په اوبو كي پريږدئ او بيا ئي وكرئ.
دا تخمونه بايد د نيمائي كال په دننه كي تيغه ووهي . كچيري څينو تخمونو لا تر اوسه تيغه وهلې نه وي ، نو دا مرحله بيا تكرار كړئ او ټول پاتي تخمونه به په راتكونكي باراني موسم كي تيغه ووهي.
د پاراجوبي تخمونو د ټوكيدنې اندازه تقريبآ 100 % ده ، تاسو بايد يواڅي ډير زغمونكي واوسئ ، او پريږدئ چي يو وچ موسم دغو تنبلو تخمونو ته ورسيږي!
يوڅل چي دا تاسو يو تنكۍ كجوره ولرئ ، دا كلكه او سخته ده ، مگر ياد ولرئ چي دې ته ډيرې اوبه مه وركوئ. يو تنكۍ كجوره يوه معتدله چاپيريال ته ترجيح وركوي ( ددوي په طبيعي استوګنځې كي دوي د لويو كجورو تر سيورى لاندي زرغونيږي) ، اګركه زاړه نباتات يو لمرين ۀاي ته اړتيا لري.
د پاراجوبي جنس دسويلي امريكا يو له خورا ډيرو په خطر كي وليدلي كجوري څخه دي. ددي عمده دليل د طبيعي استوګنځي د خرابيدو لامل دي ، د كرنيزو ځمكو پراخول ، د لرگيو څخه استفاده كول او د څارويو لا ډير څرول گڼل كيږي. دا كجوري په ډيره كوچنې سيمه كي پيدا كيږي ، كوم چي چارچلند ئي ډير په جدي ډول د نشت كيدو له خطر سره مخامخ كړيده. د دې نباتاتو د غټو تخمونو له امله ، د دوې خپريدل ئي محدود كړيدي. يو تر ټولو مهم څاروى ددغو كجورو په خپرولو كي نويو سيمو ته مرسته كوي چي تماشائي يا غير عادى ايږ (Tremarctos ornatus) ، كه څه هم دا څاورې د انسانانو فعاليتو پواسطه تهديديږې.
««« Previous article: هندي نيولوفريا نيلومبو نيوسيفيرا (Nelumbo nucifera) Next article: هندي بيچ ونه پونګاميا پيناتا Pongamia pinnata »»
Tags: пашто, пушту, финик
Subscribe

  • Post a new comment

    Error

    default userpic

    Your reply will be screened

    When you submit the form an invisible reCAPTCHA check will be performed.
    You must follow the Privacy Policy and Google Terms of use.
  • 0 comments